دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د اشترلي ولسوالۍ په بغل کندو سیمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د زړه سوی جام په نوم د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې سیاه ناهور لوبډلې خپلې سیالې پيروزي لوبډلې ته د ۵/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.