د کابل فوټبال لومړۍ درجې ليګ د داودزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۴
د کابل فوټبال لومړۍ درجې ليګ د داودزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د هېواد ورزش ادارې عمومي رياست اړوند د کابل فوټبال فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کابل فوټبال لومړۍ درجې ليګ سيالۍ د داودزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د ۴۸ ورځو په موده کې د هېواد ورزش ادارې په غازي سټډیوم کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې داودزي لوبډلې لومړی مقام او اټوما لوبډلې بیا دويم مقام وګاټه.

دغه راز د کابل ښار د C درجې فوټبال ازادې سيالۍ، چې درې مياشتې يې دوام وکړ د کابل ښار د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې په پايله کې د راشد کلب لوبډلې په لومړي مقام او د پامير کلب لوبډلې په دويم مقام ګټلو پای ته ورسېدې.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او نورو مسوولينو ګډون کړی و، چې ښاغلي وثیق د وينا پرمهال دغه ډول ليګونه د لوبغاړو د ظرفيت لوړونې لپاره مهم وبلله او دا يې په نړيواله کچه د لاسته راوړنو لپاره ګټور ياد کړل.

دغه راز د روشن مخابراتي شرکت د بازار موندنې مرستيال عبدالعزيز نيازي د ورزش په برخه کې د روشن مخابراتي شرکت د فعاليتونو او ملاتړ يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې موږ مخکې هم د ورزش په برخه کې د ورزشکارانو ملاتړ کړی دی او په راتلونکي کې به هم خپلو برنامو ته دوام ورکړو.

د ويلو ده، چې د دې سياليو د لومړۍ درجې ليګ اتله لوبډله د کابل غوره ليګ ته ولاړه او د C کټګورۍ فوټبال سياليو لومړي مقام او دويم مقام ګټونکې لوبډلې بیا د دې سياليو B کټګورۍ ته غوره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۲۱
Background image

د افغانستان د ورزش ادارې عمومي رییس د روسیې د پاراالمپیک فدراسیون له رییس سره وکتل

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومی رییس مولوي احمد الله وثیق او ورسره پلاوي د روسیې د پاراالمپیک کمېټې له رئیس پاول الکسیویچ روژکوف سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د پارا المپیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۵
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې په نړۍواله جام او جشنواره کې سیرالیون ته ماته ورکړه

د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فوټبال نړۍ وال فدراسیون له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنواره کې خپله لومړۍ لوبه له سیرالیون هیواد څخه د ۱ـ ۲ ګولونو په توپیر وګټله.

په. . .

BACK TO NEWS