بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.
د يادو سیالیو پایلوبه کې یاسین مرادي لوبډلې خپلې سیالې ستاره قرقین لوبډلې ته د يو پر صفر ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې وگټله.
دا سيالۍ واليبال ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.
