خوست کې له ۱۸ کالونو کم عمره ځوانانو د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز اماني لوبغالي کې له ۱۸ کالونو کم عمره ځوانانو د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د وړداخېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې وړداخېلو لوبډلې د ۲ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې وصال وفا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د فوټبال په برخه کې د نویو استعدادونو موندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
