هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سیالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اتفاق لوبډلې د ۵ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې دروېشیان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
