کابل؛ د باسکټبال شپږم پړاو د غوراوي درې پر درې سبک سیالۍ د کابل (الف) لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۸:۵۶
کابل؛ د باسکټبال شپږم پړاو د غوراوي درې پر درې سبک سیالۍ د کابل (الف) لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د باسکټبال درې پر درې سبک د غوراوي سیالیو شپږم پړاو، چې پنځه ورځې وړاندې د ۸ لوبډلو او ۴۰ لوبغاړو په ګډون پیل شوی و؛ د کابل (الف) لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د دې سیالیو په پای لوبه کې د کابل (الف) او هرات لوبډلو له یو بل سره لوبه وکړه، چې کابل (الف) لوبډلې د ۱۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او د هرات لوبډلې د ۱۳ امتیازونو په ګټلو سره ددې پړاو د غوراوي سیالیو دویم مقام وګاټه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پایلوبه کې چې د ددې ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې ترسره شوه؛ د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست تخنيکي او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان، د بدني روزنې او سپورټ رياست د دفتر رئيس مولوي فضل الرحمن بري، د فوټبال فدراسیون رئیس یوسف کاګر، د عامه پوهاوي او اطلاعاتو رئیس اتل مشواڼي، اړوندو مسوولانو او ګڼو نندارچیانو ګډون کړی وو.

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د باسټکبال د درې پر درې سبک سیالیو ته د وړ او ځوانانو څېرو موندل او بهرنیو سیالیو ته استول وو.

د یادونې وړ چې د دې سیالیو له منځه ۱۲ تنه ورزشکاران د باسکټبال د ملي لوبډلې لپاره غوره شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۳۸
Background image

سرپل؛ سانچارک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۳۳
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو.

د دغو سیالیو لومړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استارولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS