افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل
د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.
له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن، نور احمد سخي زاده او میرویس رفيع زاده د سر زرو مډالونه؛ روح الله خير اندیش د سپینو زرو او حمیدالله حکیمي د برنزو مډال وګاټه.
دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ شپږ ورزشکاران او یو روزنکی ګډون لري.
یادې سیالۍ د لسو هېوادونو په ګډون د بلاروس هېواد په کورپه توب د روانې میلادي میاشتې پر ٦مه پیل شوي او نن(د مې ١٠مه) به پای ته ورسېږي.
