بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵ جوړو لوبې مساوي او ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ کورش ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
