تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۴:۱
تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۳۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

دغه سیالۍ له ملي لوبو څخه د مډال راوړونکو ورزشکارانو د تشویق او تقدیر په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
Background image

پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

. . .
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۳
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS