خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د مرکز او لسواليو ۱۴ لوبډلو برخه درلوده او دوه لوبډلې د ياد ولايت د مرکزي زندان هم پکې شاملې وې.
د دغو سياليو په پايله کې اسماعيل خېلو منتخبې لوبډلې خپلې سیالې د محبس منتخبې لوبډلې ته د ۳۵- ۱۸ نومرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سياليو يوه مياشت دوام وکړ او موخه بنديانو ته د سالمې تفرېح برابرول ياد شوي دي.
