پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې صلح لوبډلې خپلې سيالې استقلال خطابه لوبډلې ته د څلور- ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سیالۍ د ياد ولايت د ليگ سياليو لپاره د دوو غوره لوبډلو د ټاکلو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي.
