خوست؛ مرکز متون ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۰:۲۸
خوست؛ مرکز متون ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز متون ښار په درګوټیو کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صدف متونوال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د صدف متونوال او نادر زوی لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه صدف متونوال لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣١ منډو هدف وټاکه. نادر زوی لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ١٠٨ منډې وکړې او د ٢٢ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS