خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پبل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیاليو لومړۍ لوبه کې وصال لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې لټکوال لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
