غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د اندړ ولسوالۍ په شمسي کلي کې د ۲۷ لوبډلو ( ۱۰۸ ) نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې احمد خان باوري لوبډلې لومړی، محمد انور لوبډلې دويم او عبدالرحمن لوبډلې درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د غوره ورزشکارانو موندل او په غزني کې د نېزه وهنې ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
