جوزجان؛ مرديان ولسوالۍ کې د ۵۰ جوړو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې
د جوزجان ولايت د مرديان ولسوالۍ په سلجوقي کلي کې د مينوالو او ورزشکارانو په شتون کې د ۵۰ جوړو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ۴۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه له ښارونو کليو ته د ورزش خپرول او دوديزو لوبو ته وده ورکول و.
