خوست؛ په متون ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۴:۴۳
خوست؛ په متون ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کبډي فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز متون ښار په مندو خېلو کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ولس او حکومت ترمنځ د همغږي په نوم د کبډي سيالۍ، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي، د متون مرکز لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې متون مرکز لوبډلې خپلې سيالې تڼيو ب لوبډلې ته د ۴۸ پر ۴۲ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې له دغو سياليو څخه به درې غوره لوبډلې بل پړاو ته لار پېدا کوي او هلته به له درېيو غوره لوبډلو سره، چې دويم پړاو ته يې لار موندلې ده سيالۍ ترسره کوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
Background image

پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

. . .
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۳
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS