خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند ۱۲۰۰ فامیلیو په شیخ زاید جمنازیوم کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مندوزیو بلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مندوزیو بلال لوبډلې د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې تڼیو الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
