دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۰:۵۷
دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لوګر یووالي لوبډلې په اتلولۍ پای ته روسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د لوګر اتحاد لوبډلې خپلې سیالې سیاده اتحاد لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د دایکندي ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۵:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د افضلي اتلانو لوبډلې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

بلخ؛ په حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارګوټي کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

بلخ ؛ حیرتان ښار ګوټي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په حيرتان ښارګوټي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ سوپر رویال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS