دایکندي؛ پاتو ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۸:۵
دایکندي؛ پاتو ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ځغاستې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پاتو ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو په عمري کټګوريو کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايله کې حیات الله لومړی او محمد علي بيا دويم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه په پاتو ولسوالۍ کې د ځوانانو ترمنځ د ځغاستې ورزش ته وده ورکول و. د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۹:۲
Background image

کابل؛ افغان واليبال ملي لوبډله به د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه سبا بنګله دېش ته روانه شي

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیوي ۱۸ کسيزه د واليبال ملي لوبډلې په کابل کې دونيم مياشتنی تمریني کمپ پای ته ورسېده او د خدای پامانۍ مراسم یې نن د ورزش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کراټې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۷:۴۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

!رسنیز بلنلیک

BACK TO NEWS