د افغانستان المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست ؛ عبدالله المطیري وستایه او د قطر او کويټ له ورزشي همکاریو یې مننه وکړه

د افغانستان د المپیک ملي کمېتې او سپورټ عمومي ریاست رهبري او د فوټبال فدراسیون رهبري د هیواد د فوټبال فدراسیون د نوي روزنکي عبدالله المطیري د ستاینغونډې په ترڅ کې له اسیايي المپیک شورا، د قطر او کویټ هیوادونو د المپیک له کمېټو او د قطر د فوټبال فدراسیون له همکاریو هم مننه وکړه.
په دې مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کورنیو چارو وزارت د تعلیم او تربیې قومندانۍ مرستیال وزیرالرحمن رحماني، د کورنیو چارو وزارت د تعلیم او تربيې قومندانۍ مشاور شېخ محمد صابر،د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د هیواد د ورزش ادارې رهبري او د بېلابېلو ریاستونو آمرینو، د فدراسیونونو رئيسانو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.
یادې غونډې ته د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني د افغانستان د فوټبال فداسیون له نوي روزنکي عبدالله المطیري څخه د ځانګړې مننې ترڅنګ وویل: افغانستان ته د عبدالله المطیري په راتګ سره د نړۍوالو او هغو کسانو منفي ذهنیت هم ختم شو، چې د هیواد امنیتي او ورزشي وضعیت خلکو ته ناسم ښيي.
ښاغلي عبدالودود حقاني په خپلو خبرو کې د اسيايي المپیک، کويټ او قطر هیوادونو د المپیک او فوټبال فدراسیون له وروستیو همکاريو د مننې ترڅنګ د ورته نورو لا ډېرو همکاریو غوښتنه هم وکړه.
د المپیک ملي کمېټې او سپورت عمومي رئيس دغه راز په افغانستان کې د ورزش د روان وضعیت پر اړه خوښي وښوده او ډاډ يې څرګنده کړ، چې موږ هڅه کوو خپلو ورزشکارانو ته په نړۍواله کچه د لوبو لپاره زمینه برابر کړو او په خبره يې دوی اوس هم د المپیک له نړۍوالې کمېټې او د المپیک له اسیايي شورا سره د اړيکو د لا غښتلتیا په خاطر په کار بوخت دي.
نوموړي دغه راز د افغانستان د ورزش د غوړېدو په برخه کې دېته هم اشاره وکړه چې د ااا په راتلو سره د هیواد په ټولو برخو کې د هرې رشتې لپاره په منظم ډول کار شوی او دا هڅې لا هم دوام لري.
غونډې ته د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئيس محمد یوسف کارګر د ااا په راتګ سره د ورزش په برخه کې د بېلابېلو ملي لوبډلو لاسته راوړنو او د ورزش غوړېدا ته په اشارې وویل چې د هیواد د ورزش استازي په ټولو نړۍوالو او اسیایي لوبو کې فعال ګډون لري، چې دا د افغانستان د ورزش لپاره غوره لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې په هیواد کې امنیت ټينګ او د ورزش د غوړیدو لپاره ټر ټولو ښه زمینه برابر ده او د عبدالله المطیري په شان غوره او تجربه لرونکی روزونکی زموږ د هیواد د امن او ورزش د غوړيدا ښکارندويي کوي.
د کورنیو چارو وزرات سلاکار شېخ محمد صابر هم په دې غونډه کې له ورزش ادارې سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته يې کړه چې موږ تاسو ټول به په ګډه د هیواد د ورزش د ودې او پراختیا لپاره کار کوو.
دغه راز د افغانستان د فوټبال فدراسیون نوي روزونکي عبدالله المطیري په خپلو خبرو کې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له ستاینې څخه د مننې ترڅنګ دا هم وویل، چې نوموړی ویاړي چې په افغانستان کې دی او د افغان لوبډلې روزنه کوي.
ښاغلي المطیري نړۍوالو ته په پیغام کې وویل: چې تاسو د افغانستان ورزش له سیاست سره مه ګډوئ، دلته چې هره پرېکړه کېږي، د ورزش ادارې په خوښه کېږي، د افغانستان حکومت د دوی په داخلي مسایلو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي او ټول فدراسیونونو خپلواک دي.
نوموړي د افغانستان د ورزش د غوړیدا او لا ښه کېدو لپاره له نړۍوالو فدارسیونونو څخه د دوامدارو او هر اړخېزو همکاریو غوښتنه وکړه.
په پای کې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رهبرۍ او د فوټبال فدراسیون د مشرتابه له لوري د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نوي روزونکي عبدالله المطیري د فعالیتونو ترڅنګ د اسیایي المپیک رئیس الشیخ احمد الفهد الصباح، د اسیا د فوټبال اتحادیې رئیس الشیخ سلمان بن ابراهیم، د قطر هیواد د فوټبال فدراسیون رئیس الشیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د قطر د هیواد د المپیک رئیس الشیخ جوعان بن آل ثاني د وروستیو همکاريو له امله ستاینه او مننه هم وشوه او د هغوی په استازولۍ يې عبدالله المطیري ته مننلیکونه ورکړل.