د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني د پاسپورټ ریاست له رئیس مولوي عبدالکریم حسیب سره وکتل
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس الحاج مولوي عبدلودود حقاني په خپل کاري دفتر کې د پاسپورټ ریاست له رئیس ښاغلي مولوي عبدالکریم حسیب سره وکتل.
په دې لیدنه کې محترم حقاني د پاسپورټ ریاست له همکاریو مننه وکړه، چې تل یې د ورزشکارانو د پاسپورټ په برخه کې همکاري کړې ده او په یاده برخه کې تر دې دمه هیڅ ورزشکار هم له ستونزو سره نه دی مخ شوی او نه یې په ورزشي سفر کې ځنډ راغلی دی.
محترم مولوي عبدالکریم حسیب هم په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی تل هڅه کړې، چې د ورزشکارانو لپاره د پاسپورټونو په ورکړه کې بېړه وکړي؛ ترڅو یې په ورزشي سفرونو کې ځنډ او خنډ رانه شي.
په پای کې دواړو لوریو د یادو همکاریو پر دوام او لا غښتلتیا ټينګار وکړ او پر یو لړ اقداماتو یې هوکړه وکړه، چې له مخې به یې د ورزشکارانو د پاسپورټونو په ورکړه کې نوره اسانتیا هم راشي.
