د المپیک ملي کمېټې په انګړ کې د ورزشي خبریالانو ورځ ونمانځل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۱۰:۲۲
د المپیک ملي کمېټې په انګړ کې د ورزشي خبریالانو ورځ ونمانځل شوه

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له خوا د ورزشي خبریالانو ورځ ( د جولای دویمه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. په یادو مراسمو کې د هیواد د ورزش ادارې رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختري، د یادې ادارې د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، ورزشي مشاور ګلاب الدین خپلواک او محمد یوسف افتخار، د بېلابېلو رسنیو لسګونو ورزشي خبریالانو، د ورزش ادارې مسولینو ګډون کړی و.

یادو مراسمو ته الحاج مولوي عبدالودود حقاني وویل: " خوښ یم، چې له ورزشي خبریالانو سره د دوی ورځ نمانځم. موږ ستاسې د ستړیاوو او ایستلي زیار قدردانی کوو. د تل په څېر مو په راتلونکې کې هم همکار او ملاتړي یوو. زما هڅه به دا وي، چې تل تاسو ته د خپل کار په ساحه کې فرصتونه او سهولتونو برابر کړم؛ ترڅو په لا ښه بڼه د ورزش د ډګر لاسته راوړنې تر ولس او نړیوالو ورسوئ."

د دې ناستې په پرانیستې وینا کې اتل مشواڼي خبرې وکړي نوموړي وويل: موږ د ورزشي خبریالانو ورځ په داسې حال کې نمانځو، چې د هیواد ورزش د امن له برکته د پرمختګ په لور روان دی او هره ورځ د هیواد له ګوټ- ګوټ څخه ورزشي خبرونه ترلاسه کوو.نوموړي له ټولو ورزشي خبریالانو او رسنیو مننه وکړه، چې د هیواد د ورزشي برنامو په پوښښ کې یې پوره همکاري کړې ده، همدارنګه یې ټولو رسنیو ته ډاډ ورکړ، چې د ورزش ادارې دروازه د دوی پر مخ خلاصه ده او تل به له دوی سره پوره همکاري کوي.

د ورزشي خبریالانو په نماینده ګي غونډې ته سید احد سروش خبرې وکړې، نوموړي وویل، چې ورزشي خبریالان تل له چلنجونو او ستونزو سره مخ دی، هغه ډول چې باید ورته پام وشي ، پاملرنه ورته نه ده شوې، نوموړي هیله څرګنده کړه، چې رسنۍ او د ورزش اداره به دې برخې ته پاملرنه وکړي او موجودې نیمګړتیاوې او ستونزې به حل کړي.

غونډې ته وروستی ویناوال داد محمد پاینده اختري و، نوموړي د ورزشي خبریالانو د ورځې مبارکي د هیواد ټولو ورزشي خبریالانو ته ورکړه، د دوی له همکاریو او هڅو یې مننه وکړه او یادونه یې وکړه، چې په وروستیو دوو کلنو کې د هیواد ورزش ډېر پرمختګ کړی او په ښه لوري روان دی، نوموړي د یاد پرمختګ لامل د مسولینو ځانګړې توجه وبلله. هیله یې څرګنده کړه، چې رسنۍ د تل په څېر د هیواد د ورزشي پرمختګ غوره پوښښ ترسره کړي.

په پای کې د یادې ورځې په مناسبت جوړ شوی کېک پرې شو، د ورزش ادارې له خوا ورزشي خبریالانو ته ډالۍ ووېشل شوې او غونډه ستر رب ته د لاسونو په لپه کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۹:۱۵
Background image

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

بلخ ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې په لویه پیمانه له ورزش سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۷
Background image

پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري

دغه ولایت د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه یو هغه ولایت دی، چې د بېلا بېلو ولسوالیو وګړي یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمیر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې په تمریناتو بوخت دي.

د دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۳
Background image

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ هـ. ل کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، چې تل یې د. . .

BACK TO NEWS