د باسکټبال کابل جام سيالۍ د سرې مياشتې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د باسکټبال ملي فدراسیون له لوري د پينځو لوبډلو ترمنځ د کابل جام سيالۍ، چې د کابل د تعليم او تربيې پوهنتون په جمنازيوم کې پيل شوې وې، د سرې مياشتې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سياليو پايلوبه د سرې مياشتې او د کابل د تعليم او تربيې پوهنتون ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې سرې مياشتې لوبډلې وکولی شول، خپلې سیالې تعليم او تربيې لوبډلې ته د ۱۰۵ - ۶۵ نمرو په توپير ماتې ورکړې او اتلولي په خپل نوم کړي.
دغه راز په دې سياليو کې سرې مياشتې لوبډلې لومړی مقام، د کابل د تعليم او تربيې پوهنتون لوبډلې دويم مقام او د کابل پولي تخنيک پوهنتون درېيم مقام وګاټه.
د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د باسکټبال ملي فدراسیون د رئيس عبيدالله ارغنديوال په شتون کې د باسکټبال ورزش ته د ودې، د غوره استعدادونو موندلو او د ځوانانو ترمنځ د سالم رقابت په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې يې دوام وکړ.
