د فوټبال د پرمختګ جام سیالیو دوام؛ استقلال لوبډلې پیروزي لوبډلې ته ماتې ورکړه
په پلازمېنه کابل کې د فوټبال پرمختګ جام سیالیو پر دوام تېر ماښام د کابل استقلال او د کاپیسا پیروزي لوبډلې د یو او بل پر وړاندې ولوبېدې چې په ۵-۱ پایلې سره استقلال لوبډلې پیروزي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د هېواد د فوټبال فدراسیون دوه ورځې وړاندې په غازي سټوډیوم کې د کابل د اتحاد او استقلال، د فراه د ابو مسلم، د کاپیسا پیروزي او د لوګر د منتخبه لوبډلو ترمنځ د لیګ په بڼه سیالۍ پیل کړې چې د لسو ورځو لپاره به دوام ولري.
