د نیمزو په مرکز زرنج ښار کې د کانفو توا سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۸:۵۴
د نیمزو په مرکز زرنج ښار کې د کانفو توا سیالۍ ترسره شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او کانګفو فدراسیون په همکارۍ د یاد ولایت په رزنج ښار کې د یوې ورځې لپاره د۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د کانګفو توا سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې ورزشي مسوولینو، روزونکو او ګڼو د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

نوموړې سیالۍ د دوو کټګوریو ځوانانو او لویانو په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې، چې په پایله کې احمد، رامین، ظاهر، عادل او میرویس د ولایتي سیالیو لپاره و ټاکل شول.

د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د ولایتي سیالیو لپاره د پنځو غوره ورزشکارانو موندل و، چې په پای کې وټاکل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS