د کرېکټ نړۍ‌والې شورا د یو ورځنیو لوبو غوره لوبډله؛ درې افغان لوبغاړي یې برخه دي

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۲:۳۸
د کرېکټ نړۍ‌والې شورا د یو ورځنیو لوبو غوره لوبډله؛ درې افغان لوبغاړي یې برخه دي

د کرېکټ نړۍ‌والې شورا د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو لوبو د غوره لوبډلې نوملړ اعلان کړی، چې د درېیو افغان لوبغاړو رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر نومونه هم په کې شامل دي.

په دغه لوبډله کې د پاکستان درې لوبغاړي صايم ایوب، شاهین شاه اپریدي او حارث روؤف، د سرېلانکا څلور لوبغاړي پاتوم نسینکا، کوشال منډېس، چرېس اسلنکا او وېنیندو هسرنگا او د ویسټ اینډیز یو لوبغاړی شرفین رېدرفورډ شامل دي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا په خپلو غوره لوبډلو کې د لوبغاړو ټاکنه، په خپل فارمټ کې د دوی د وروستیو لاسته راوړنو پر بنسټ کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS