زابل؛ دایچوپان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بایلوغ الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۹:۱۸
زابل؛ دایچوپان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بایلوغ الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بایلوغ الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د بایلوغ الف او بایلوغ ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې بایلوغ الف لوبډلې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه او په ځواب کې یې بایلوغ ب لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۳۵ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۹ منډو په توپیر وبایلله.

د سیاليو په پای کې د زابل ولایت د ورزشي آمریت له لوري غوره لوبغاړو ته ورزشي توکي ډالۍ شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS