زابل؛ مرکز قلات ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د غزنویان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایله غزنویان لوبډلې د ١٧ نمرو په ترلاسه کولو لومړی او اتحاد لوبډلې د ١٦ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د زابل ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې پنځه اوونۍ یې دوام وکړ.