فاریاب؛ د پهلوانۍ اونیزې سیالۍ د سلګونو مینوالو په شتون کې ترسره شوې

د فاریابې ولایت په مرکز میمنې ښار کې د ورزشي آمریت په نوښت د پهلوانۍ اونیزې سیالۍ د سلګونو تنو مینوالو او لیدونکو په شتون کې ترسره شوې.
یادې سیالۍ د فاریاب په ښاروالۍ پارک کې ترسره شوې چې د مسؤولینو په خبره معمولأ په اونیز ډول د فاریاب د ولسونو د خوښۍ په موخه جوړیږي او د فاریاب ګڼ شمېر ځوانان، سپین ږيري او د ورزش مینوال یې لیدو ته ورځي.