لغمان کې د ۳۶ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کونگ فو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۹:۲۷
لغمان کې د ۳۶ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کونگ فو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کونگ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد امريت په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د ۳۶ تنو ورزشکارانو ترمنځ د لغمان کونگ فو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د کونگ فو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۱۵ تنه غوره ورزشکاران ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
Background image

پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

. . .
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۳
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS