ميدان وردګ؛ په ميدان ښار کې کې د خالد بن وليد په نوم د بکسنګ سيالۍ ترسره شوې
د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د بکسنګ فدراسيون له لوري د پنځو کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بکسنګ سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې له کابل څخه طلوع اختري او يادګار اختري او همدارنګه د نوموړي ولايت د ځوانان، ميدان اتلانو او جلرېز ځوانانو کلبونو ورزشکارانو برخه اخيستې وه.
دغه سيالۍ چې موخه يې د لوبغاړو ترمنځ يووالی او د غوره لوبغاړو موندل وو، د کابل يادګار اختري کلب د ۹ مډالونو په ګټلو او لومړي مقام ترلاسه کولو سره پای ته ورسېدې.
هېره دې نه وي چې يادې سيالۍ د درېيو کټګوريو، تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې او په پای کې غوره ورزشکارانو ته د مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
