ندهار کې شپږو لوبډلو ترمنځ د روشن فوټبال ولایتي جام سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۲:۲۲
ندهار کې شپږو لوبډلو ترمنځ د روشن فوټبال ولایتي جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې یوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې، د الفت استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د کابل، فراه، هلمند او کوربه کندهار ولایتونو لوبډلو گډون کړی و چې پایلوبه د کندهار الفت استقلال او فراه عدالت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په لومړیو کې لوبه صفر پر صفر مساوي شوه، خو د پېنالټیو په وخت کې د کندهار الفت استقلال لوبډلې خپلې سیالې د فراه عدالت لوبډلې ته د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته د کپ او مډالونو ترڅنګ د روشن مخابراتي شرکت له لوري ۲۰ زره افغانۍ او دویم مقام لوبډلې ته لس زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د بامیان ولایت په کوربتوب کې د هېواد د اتو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوربتوب د هېواد د اتو ولايتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ په واکو سبک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

ميدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ډاکتر دولتزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په کچه ٨٠ لوبغاړو ته د والیبال تمریناتي کمپ پیل شو

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په د والیبال ٨٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ تمریناتي کمپ پیل شو.

ټاکل شوې، چې دغه. . .

BACK TO NEWS