ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۱:۵۱
ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د چهاردهي ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د چهاردهي ځوانانو او چهاردهي بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه چهاردهي ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٧ منډو هدف وټاکه. چهاردهي بازانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو ویکټو په زیان ١٠٧ منډې وکړې او د ١٩ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٢ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
Background image

پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

. . .
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۳
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS