ننګرهار؛ د ولسواليو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د سره رود لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ د لومړي ځل لپاره د ياد ولايت د شپږو ولسواليو ترمنځ د فوټبال سياليو اتلولي، چې ۱۲ ورځې يې دوام وکړ د سره رود لوبډلې خپله کړه.
د دغو سياليو په پايلوبه کې سره رود لوبډلې خپلې سيالې بهسودو لوبډلې ته په درېيو ګولونو ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو موخه د ولسواليو په کچه د غوره لوبډلې او غوره ورزشکارانو موندل وو.