ننګرهار؛ نازیان ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په نازیان ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سروبي ملاخېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سروبي ملا خېلو لوبډلې له خپل ۱۳۱ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۶۰ منډو په توپیر یې خپلې سیالې نازیان مرکزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
