ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ ولسوالیو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د یاد ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ میمله سیمه کې د لومړي ځل لپاره د ۱۶ ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د پچیراګام او شیرزادو ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، پچیراګام لوبډلې د ټاس په ګټلو لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۳۹ منډې هدف کېښود، بل لوري ته د شیرزادو ولسوالۍ لوبډلې د یاد هدف په مقابل کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۶۴ منډې وکړې او په ۷۵ منډو یې سیالي بایلوده.
هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ د ننګرهار ولایت په کچه ترسره کېږي او ۱۸ ورځې به دوام وکړي.