ننګرهار؛ په ښېوې ولسوالۍ کې د کم عمره ځوانانو د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۹:۱۳
ننګرهار؛ په ښېوې ولسوالۍ کې د کم عمره ځوانانو د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د ورزش ریاست له لوري د ښېوې ولسوالۍ په دربخېلو سيمه کې د کم عمره ځوانانو د تشويق په موخه د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د عثمان خېلو او شګي ځوانانو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې عثمان خېلو لوبډلې د ٢-١ ميدانونو په ګټلو سره خپل سيال ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې د دغو سياليو پر دوام به نن جمعه دوې لوبې وشي لومړۍ لوبه به د دربخېلو او اسماعيل لوبډلو او دويمه لوبه کې به د ياسين بابا ښوونځي او ښېوې لوبډلې سره مخ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS