ننګرهار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو پارت فایټ سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې ۲۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
