نورستان؛ وایګل ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د الوڅ سیالۍ پيل شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په وایګل ولسوالۍ کې له مرکز او ولسوالیو د څلورو لوبډلو ترمنځ د الوڅ سیمه ییزې او دودیزې سیالۍ پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې جمامیش کلي لوبډلې خپلې سیالې وایګل کلي لوبډلې ته د ۲۴/۱۸ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه په نورستان کې سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول دي.