نيمروز؛ د بدن ښکلا او فټنس ۱۷ پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د نيمروز ولايت د ورزش امريت له لوري په مرکز زرنج ښار کې د ځوانانو او لويانو سني کټګوريو د ٤کلبونو تر ١٠٠ زياتو ورزشکارانو په ګډون د بدن ښکلا او فټنس ۱۷ پړاو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د ورزش او اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو، روزونکو، ورزشکارانو او د دې رشتې مينوالو شتون درلود.
د يادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د نيمروز ولايت بدن ښکلا او فټنس منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل او د دې ورزش وده ده.
په پاى کې د مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.