نیمروز کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال جام سيالۍ د ښاروالۍ ادارې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د دولتي ادارو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د ښاروالۍ ادارې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ښاروالۍ لوبډلې خپلې سیالې ولايت مقام لوبډلې ته ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د دولتي کارکوونکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.