نیمروز کې له ۱۸ کلنو کم عمره ځوانانو د فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ له ۱۸ کلنو کم عمره ځوانانو د فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د لیګ په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې انصار لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او تلاش برتر لوبډلې بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبډلې موندل و، چې ۲۵ ورځې یې دوام وکړ.
