هرات کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنيونې دوستانه سيالۍ وشوې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د پښتون زرغون ولسوالۍ د بالا بلوک او پايين بلوک پهلوانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې دوستانه سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې د دواړو بلوکو پهلونانو ترمنځ سيالۍ وشوې، چې په پايله کې ۲۵ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه د غوره پهلوانانو موندل، سيمه ييزې غېږنيونې ورزش ته وده ورکول او په هرات کې ورزشي فعالیتونو ته زمينه برابرول و.
