هلمند؛ د ناوې ولسوالۍ لوبډلې د ټېپ بال کرکټ ګروپي سیالیو اتلولي وګټله
د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار اړوند غازي محمدایوب خان ورزشي لوبغالي کې د هلنمد د لسو ولسوالیو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې لس ورځې وړاندې شوې وې، د ناوې ولسوالۍ د لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د پایلوبې پچه کجکي لوبډلې وګټله او په لسو اورونو کي یې ۸۱ منډې هدف کېښود، د ناوې لوبډلې په څلورو ویکټو سره یاد هدف پوره او سیالې لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.
په دې سیالیو کې د هلمند ولایت نادعلې، مارجې، ناوې، ګرمسیر، باباجي ګرشک، سنګین، نوزاد، موسی کلا او کجکي منتخبو لوبډلو ګډون کړی و.
د سیالیو موخه د ولسوالیو د لوبغاړو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځ ته کول وو.
په پای کې د ورزش د مسؤولینو له لوري ګټونکو لوبډلو او تکړه لوبغاړو ته کپونه، ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
