هلمند؛ په سنګین ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ يولسم پړاو ګروپي سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۵:۱۹
هلمند؛ په سنګین ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ يولسم پړاو ګروپي سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د اختر يز جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ يولسم پړاو ګروپي سيالۍ د بارک اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د بارک او باوري اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، باوري اتلانو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د بارک اتلانو لوبډلې ټاکل شوې هدف د لوبې په ورستي اور کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه يې د ۸ ويکټو په توپير سره وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته وده ورکول و، چې اووه ورځې دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام ګټونکي لوبډلې ته يو عراده موټر سايکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS