هلمند؛ ګرشک لوبډلې د فوټبال اول پړاو ګروپي سياليو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۳:۵۵
هلمند؛ ګرشک لوبډلې د فوټبال اول پړاو ګروپي سياليو اتلولي وګټله

د فوټبال اول پړاو ګروپي سيالۍ چې دوې اوونۍ وړاندې د هلمند فوټبال فدراسیون له لوري د دې ولایت د شپږو ولسواليو لوبډلو ترمنځ د مرکز لښکرګاه ښار په مرکزي لوبغالي کې پيل شوې وې د ګرشک لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته د ګرشک او نادعلي لوبډلو لارپیداکړه چې د دې دواړو لوبډلو لوبه ١-١ مساوي شوه، خو په پينالتي ضربو کې د ګرشک لوبډلې نادعلي لوبډلې ته ٣-٢ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

عزت الله د غوره لوبغاړي فريد احمد د زياتو ګولونو وهونکي او مسعود احمد د غوره ګول ساتونکي په توګه غوره شول.

په پاى کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته جايزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS