هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۴۰
هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ودان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ودان او افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه. ودان لوبډلې ټاکلی هدف د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په یوولسم اور کې ترلاسه کړ او په پنځو ویکټو یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
Background image

پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

. . .
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۳
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS