ویکتور بریزوف په نړیوال ورزشي فورم کې د ګډون له امله د هیواد د ورزش ادارې له رهبري څخه مننه وکړه
د روسیې د المپیک کمېټې سکرتر جنرال "ویکتور بریزوف" د نوموړي هیواد په کوربتوب په جوړ شوي ورزشي فورم کې د ګډون له امله د هیواد د ورزش ادارې له عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق څخه ځانګړې مننه وکړه او د روسیې د المپیک کمېټې ځانګړې تحفې یې ورته ډالۍ کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي وثیق هم د روسیې هیواد کوربتوب وستایه او څرګنده یې کړه، چې ورته ناستې د هیوادونو ترمنځ ورزشي اړیکې لا پیاوړې کوي او د ورزش د پیاوړتیا سبب کیږي.
د روسیې په کوربتوب د المپیکي ځوانو مډال ګټونکو ورزشکارانو د تشویق نړیوال فورم پرون د دوو ورځو لپاره پیل شوی و. د دې فورم موخه د ځوانو المپیکي مډال ګټونکو ورزشکارانو تشویق او سالم رقابت ته د هغوی رابلل وو.
