په خوست کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند سکېټ رشتې د ۴ کلبونو ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو موخه د سکېټ ورزش ته وده ورکول چې په پایله کې تندر سکېټ کلب لومړی، یاران کلب دویم او های لایټ سکېټ کلب درېیم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې غوره ورزشکارانو او روزنونکو ته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
هېره دې نه وي چې په خوست ولایت کې د لومړي ځل لپاره د سکېټ رشتې د رسمي فعالیت له ترلاسه کولو وروسته یادې سیالۍ ترسره شوې.