په خوست کې د ۶۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ لاهم روانې دي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۴:۵۲
په خوست کې د ۶۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ لاهم روانې دي

د خوست ولایت ورزشي امریت اړوند د والیبال فدراسیون په چوکاټ کې د ځوانانو د يووالي په نوم د مشر امین صادق والیبال په میدان کې، د واليبال روان ټورنمنټ چې يوه مياشت وړاندې پيل شوی لاهم دوام لري.

په دغه ټورنمنټ کې د خوست ولایت مرکز په شمول د ټولو ولسوالیو د ۵۵ پیاوړو او غوره لوبډلو ترڅنګ د کوزې پښتونخواه، میرانشاه، بنو، میدان وردګ او کابل لوبډلو هم ګډون کړی، چې ټولې ۶۱ لوبډلې کېږي.

تېره ورځ د یاد ټورنمنټ په دوام د کاروان سرای تاج ټیم او تڼیو منتخب رسول خان لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې په‌ پايله کې له یوې په زړه پورې سيالۍ وروسته لوبه د وخت د کموالي له امله په ۱_۱ ميدانونو مساوي پای ته ورسېده.

بايد يادونه وشي چې ياد ټورنمنټ يوه مياشت دوام کړی او تر يوې مياشتې به نور هم دوام ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS